چى دموکراسى ده
استاد محمد زمان مزمل استاد محمد زمان مزمل


يو وخت، چې په کابل کې د مجاهدينو او طالبانو د ځينو غلطو اجراءاتو او مسلسلو غلطيو په رابطه ما پرله پسې انتقادي مضامين ليکل او له بده مرغه د اوضاع سره زه هم غبرگ تلم او داسې ښکاريده، چې اصلاً بايد زه انتقاد وکړم او لکه چې ددغو رژيمونو پر مثبت کردار چې سترگى پټوم، په دې راغلي تسلسل کې خبره د امريکا او ائتلاف مداخلو او په نتيجه کې د راغلى او يا راوستل شوې دموکراسې باندې ودريدله په دغسې يوه مرحله کې د سهار د ورځپانى محترم مسؤل مدير شفيقى صاحب راته وويل:

ليکل شوى دى خداى قبول کړى، ښه داده چې راغلى پړاو ته وکتل شى، چې دوى وطن کومې خوا بيايي؟ داسى لنډ راگرځيدل او جوخت تود انتقاد به له وخت مخکې وى او هسى به د بخيلى معنى ورکړى.

رښتيا چې په دى مرحله کې مى ډير کم وليکل او يا چې غلطى هم زمونږ په خپلو بادارانو کې وه نو د هغوى د سپکو اجراءاتو د شرم په بدل کې دومره چوپ شوم چې ډير و خو راته وويل چې د مجاهدينو او طالبانو خوارکيانو پر ضد خو دې بهانى لټولې ولى اوس چې د سولى او سکوت لاندې د غرب راغلى بلا هر څه کوده کوى ملت او پرگنى په راغلى جادو کې ټول هغه تکراروى چې د ملت راتلونکى پکې بې بدله خرڅيږى. په دغسى اوضاع کې لا د مزمل صاحب چوپتيا نه ماتيږى.

يوه خو لاراته وويل:
لکه چې بى ځايه مو درباندى حساب کاوه آخر دومره چوپتيا او سکوت!؟
ما چې د هغه لنډ ځوابول غوښتل نو ورته ومې ويل، چوپ چې دموکراسى ده!؟
هغه وويل چې دموکراسى ده بايد پرناخوالو چوپ نه شو.
ما ورته وويل:
لکه چې پوه نه شوى.
هغه وويل ولى؟
ما ورته وويل:
چا د امريکا غږ رادیو نطاق شپون ته وويل چې:
دشوروى پرضد خو لکه ژرنده داسى چالان وى اوس خو دې اړو هيڅ غږ نه خيژى؟
شپون ورته وويل:
کم له کمه په دى خو پوهيږم چې له گوانتانامو نه ويرجينيا ښه ده.
جانانه روانى غلطى د ځان سره د امريکا او ناتو په شان حامى پوځونه لرى دا خو روسان نه دى چې د ښځو بوډاگانو او ماشومانو، خيال وساتى يا هم د پردى هيواد د خلکو د کلچر او رواج خيال وساتى.
کيداى شى هغه ورور په همدى چوپ شوى وى چې ما ورته وويل ((چوپ چې دموکراسى ده)).

ولى بيا هم زه غواړم خپلو خلکو او راغليو حکمرانانو ته د هغه اجراءاتو يا حکومتى چلند او د راوستل شويو کسانو څيرى او اکتونه د يو لړ مختصرو مقالو په لړ کې وښيم چي که ديوى خوا دموکراسى چوپ کړۍ لږ قضاوت پيدا کړى او دبلى خوا د چړچو د نظام نازدانه واکمنان پوه شى چې نور لکه ددوى په شان ړانده نه دى.

چوپ!!!
چى دموکراسى ده

تيرى مرحلې د خپلو ښو او بدو سره داسى فاتحى څپى وتغاړلى چې ټول او يا يى هم زيات ايله ناخوالى او مظالم وينى ولى دښو او مثبتو اړخونو په رابطه يى فرصت طلبه پرگنى داسى ړانده قضاوتونه کوي چې انسان پکې د فاتحو يا قابضو په دى چمچو باندى د نوى خبرى ځاى ورک کړې.

اوس چې پرتيره باندې د ړندى غندنى څپه پخپله مستى کې روانه ده او تاريخ شرمونکى يوطرفه پرتيرو او پرون راگرځيدلى؛ موجود حاکمان او روانه اوضاع دومره ورته مقدسه او سپيڅلى ښکارى چې د هرچا له اعتراض او نيوکې يى خوندى بولى او چې څوک دروانې اوضاع په درجن درجن غلطيو څه ويل يا ليکل وغواړي ډيربه ووينى چې د خپل ترجمان زوى ددالرى معاش په بدل کې پرهرڅه باندې خاورى اړول داسې فرض گنى چې ته به وايى چې ددى دالرى معاش په بدل کې د ترجمى په ځاى يى پلار دخلکو سترگوته خاورى شيندل ټيکه کړى دى ځنى داسى يو طرفه دغى خامى دموکراسې پرځان او اوضاع را څرخولى چې په دې رابطه د هر اعتراض کونکې او نقد کونکې پرخوله خاندى فکر کوى چې اوس چې دموکراسى راغله نور د اعتراض څه پاتى دى؟

تردې دمخه نورو او تردې نورو دمخه د عصر د فاتح کمونيزم له اور ډکه خبره او شعار د ځان سره درلودله ولى نه داچې د چا خوله يى بنده نشوه کړاى بلکې د بندو خولو پرځاى پرى د توپک شپيلى داسې لمبه شوى چې د اعتراض او انتقاد گرمى ورته سالنگ وه.

دا چې دموکراسى راغله دا آوازه او يا ددى آوازى خورونکى ټيم هسى پرخوله او شعار غوښتل د خلکو او ملت مشکلات پرمعجزانه ډول حل کړى بلکې همدا اوس اوس چې ددموکراسې د ټيم په خلاص کومى کى لمر ډوبيږى بيا هم د شته نظام خامى دومره ډيرى او شرمونکى دى چې که د بهرنى فوځ د حضور چتر نه واى هغوى به د خپلى تيښتى تماشا خپله په مناسبه وخت کې کړى وه.

د نظام او غلطو اجراءاتوپه هکله ددموکراسى او ترقى په عنوان ځنى دى مات ((دايريا)) ته دومره شړک ورکوى چې د پوستکى نه يى د شکيدلى ځاى غږ مخکې خيژى.

دا نه وايم چې په اوس وخت کې هرڅه پرغلطه روان دى ولى دومره خو هرڅوک وينې چې د شته اجراءاتو خامى تر نورو او مخکنيو مخکې روانى دى منتها دشته اوضاع او اجرااتو خامى په يو بعد کې دى او د تيرو غلطى په نورو ابعادوکې وى.

زمونږ خلک! ان دکمونيزم په قلف اوضاع کې چا چوپ نه شول کړاى بلکى د جهاد په عنوان د گډوډيو په غلچکى نظام کې هم د خلکو آواز او اعتراض تر دبيم ٤١ په غړ مبارکى واضح او څرگند و دا خود غربى کاواکه سرمايه دارى نظام دى.

ډير په دى خاطر چوپ دى چې اصلاً سپين پارت فاتح شوى مبادا خفه شى، مبادا څوک يى د مجاهد يا طالب پورى وتړى ولې ملت ددى ټولو سره خپله خبره او پريکړه څرگنده کړى چې د هيڅ ظالم په وړاندې به خپل سر او آواز نه کوزوى.

هيڅوک او هيڅ ډله د اعتراض او نقد له سطحى اوچته او مقدسه نه ده ان که هغه همدغه دموکراسى وى چې تر اوسه پورى يى دوه يا درې دورى په يوه غوغايى څپه کې پرمخ ووهلى ولې د ملت او خلکو زره بين سترگى پکې هرڅه پخپل رنگ کې وينى.

ددموکراسى توغ نيونکې بايد دتير او شته له سطحی مقايسى نه تيرشى بلکې وگورې چې روان جريان په دى هيواد کې په تيرو غلطو مرحلو کې همداسې ژوندى و او د خلکو د غوغا سره ملگرى و ولى د سقوط پړاو د تلليو مخونه پخپل رنگ کی وښودل.

ددموکراسې روان جريان که لږ ژوندى روان ښکارى ترشا او خوايى د پخوانيو په څير ډير گنده هم ليدل کيږى ولى دوخت تريدل به هغه پخپل رنگ کى رالوڅ کړى او هلته به د ډير پرمختگ سره سره ډير پکې شرمنده شى.

چوپ!!!
چې دموکراسى ده

داځل هغه روحيه د لوستونکيو مخى ته ږدم چې ددموکراسى
دروان تسلسل نه يى ځنى تصوير اخلې او هغه دا چې راغلى جريان دځان سره دا قوى پيغام لرې چې په دى نظام کې هرڅه صحیح او هرڅه روا دى.

او له دى ځايه د اعتراض او نيوکى غږ پخپل غوغائى حضورکى خفه کوى چې دا ټول او هرڅه داعتراض او نيوکى نه پورته دى ځکه چې دموکراسى ده او دلته څوک حق نلرى چاته گوته ونيسې او دچا پرکمبود کمبود نوم کيږدى.

ډيرو سره د خپل بې بندوباره فطرت له مخې ددموکراسې نه همدا تصور او تصوير شته او دا پخپلوار ددموکراسى لپاره ښه او پرځاى تعبير او تفسير هم گنى.

د همدى ځايه غواړى چې عکس العمل او اعتراض يو ناجائز او اضافى بکواس وگنى ځکه په دى تفسير هرڅوک هرکار کولى شى په دى کې د بل ... او هربل څه کارده؟!

که څه هم د جهاد ځنى دوکه شوى مشران يى د اساسى قانون په سلسله کې به څو ځايونو کې د اسلام په عنوان عنوان شويو مواردو باندى تکرار ځان دوکه کوى ولى په دى هيواد کې عملى روان جريان همدا دى چې په دى هيواد کې هرڅوک هرڅه کولاى شى او که چا د يوه عمل يا بدو اجراءاتو په وړاندى په يوه مذهبى اصل استناد وکړ هغه له واره په دى تورن کوى چې وگورى دا لا بل طالب مونږ ته پيدا شو او بيايى د خلکو او نظام ترتهمته تړى.

زه په دى برخه کې د رشوت ،ادارى فساد او غيرقانونى اجراءاتو خبره نه کوم هغه پخپل ځاى د فساد يوه جرړه ده زه د ميله ځايونو لس ها وگيست هاوسونو د تلويزيون او راديوگانو لوڅ او بندارى پروگرامونو او محاکموته راغلى کيسونه او په ملاء عام کې له دين او افغان کلچر سره د پرگنو سپين او بدغونى متجاوز او گستاخ سلوک نه غږيږم چې هغه په کوم حد کې د راتلونکو نسلونو د تباهى په جهت کې روان دى او دا ټول په دى خاطر چې خولى چوپ دى يا کاملاً بى اثره دى او هغه په دې خاطر چې چوپ دی چې دموکراسى ده.

په دى دموکراسى کې د مذهب د مذهبى ارزښتونو د ملت د کلچرى اخلاقو پرضد او هربد عمل او بده او سپيره خبره کولاى شى ولى د بادارانو او د هغوى د اجراءاتو يا د هغوى دحضور پرضد دانو مگر پرهديره کې ممکن وى .

چوپ!
چې دموکراسى ده!

په افغانستان کې راغلى نظام او راغلى اوضاع دومره ژوره د پرديو په گرفت کې ده چې هلته ان کرزى دا دموکراسى سرمهره هم لکه دعادى افغانانو په شان دروان جنگ روانو اجراءاتو په اړه کله شکايتونه کوى او کله اوښکى تويه وى.

ته کولى شى يوه دنيا خبرى وکړى هرڅوک مجاهد او طالب ته هرڅه ويلى شى بلکى چې څومره دنورو اوياهم خپلو خلکوته ښکنځلى کوى هغومره روانه دموکراسى پکى رنگ اخلى او غوړيږى ولى دا چى ستا خبرى او ستا اعتراض د هيواد پرحاکمه اوضاع وى نو دا نه چې څوک يى نه اورى بلکى ممکن تا د طالبانو په سجل کې ورکړى کيداى شى گوانتانامونه ته دى ور ورسوى ځکه په دى هکله سره کر ښه شته بايد هرڅوک خپل حد وپيژنى او له دى مخې روان اجراءات نه دچا په اعتراض بدليږى او نه هم د چاپر ژرا ځکه د کرزى د ژړا ماجرا هرڅه رالوڅ کړل.

چوپ !
چى دموکراسى ده!

دموکراسى چې په راغلى انداز او په بهرنى حمايه کې نه زمونږ دولس د خصلتونو سره اړخ لگوى او نه يى زمونږ د تاريخ او دپرگنو غرور منى دا دموکراسى به پاى دا راغلى دموکراسى له داخل خورى او دلته په داسى شرايط برابريږى چې پاى حاميان به يى د ټول هغه تحول سره چې راوړى يى دى او د ټولو هغو بچيانو سره چې به تخرک کې يى راوړى دى ددى تولونه په يوه سپيره بيزارى کې له دى وطن نه ځى.

نن چې کرزى او ياران يى د امريکا نه په تنگ دى او د ماتى روسى پورى يى د يارانى خبره اوږده شوه همداسى امريکا هم له راوړى تيم او ټول افغانستان نه زړه شین دى هغوى هم د بديلى متکا هڅى په ايران او لوى هند کوى هغه چې د روسى سره عنعنوى دوستى لرى او یا هم وزوستی خبره کیدای شی د پآکستان به لابی برابره کړی .

افغانستان نه دا چى له پرديو یی زړه تنگ دى بلکې هغه پردې دموکراسى ترراغليو فوځيانو زيات زړه تنگی ده .

دا چې ددى بلا او پريمانه دالرو باوجود امريکا ترشوروى زيات مغروردى او زمونږ خلک ورسره په يوه نابرابره جگړه کې جنگيږى دا ټول ښى چې د نظام راغلى مودل زمونږ د خلکو له روحى او جذبو سره برابر نه دى او ولى امريکا خپل زور غره کړى د هغى دچا په جنگ او نفرت څه؟ ولى جنگ چې په افغانستان کې پيل شى بيا د هغه پالل اوگتل دډيرو نويو ستراتيژيو پلمى غواړى او په دى پلمو کې يى ډيروته د ترخى ماتى زهر ورڅکلى دى.

زمونږ ولس له دى دموکراسى سره ځکه جوړ نه دى چې د هغوى له نظره دا نظام لاندى تصويرونه ښيى:

دا له مذهب نه د بيزارى مذهب دى.
دا دسرمايه دارو د قبضى ترټولو لنډه لاره ده.
دا د منظمى گډوډى نوى او ډولى تجربه ده.
دا د تيرو غلطو پړاونو په وړاندى وروستى ولى بل ناروا غبرگون دی .
دموکراسى اصلاً پر ارزښتونه باندى د بولى نظام دى
دا د مذهب او مفتيانو د چوټى کولو حيله ده
دا د بدعملو په وړاندى د بندو دروازو د پرانستلو کلى ده
دا د پرگنو د پيرودلو هفته بازار دى
دموکراسى!!
دا د ايمان پرولورونکيو بدغونى مسابقه ده .
دا د ښه او بد په انتخاب کى دزور او زر دکارولو معجزه
دا پر بى وزلو باندى دڅو ځواکمنو د حکمرانى رسم دی .
دا دجاگيردار لږ کى اقتدارته د اکثريت ولس درامه ده .
دموکراسى :
دا دغربى سرمايه دارو د سرمايه دارى نظام د تپلو وروستى تجربه ده .
دا د اکثريت په عنوان د قدرتمندانو قانونى تسلط دی .
دا دجايگيردارانو په ولکه کې د بى وزلو پرگنو تشو صندقونوته منډه ده .
دا پرقدرت باندى دراتلو او پاتي کیدو دويش جادوگره طرحه ده .
دموکراسى.
دا ديوى گيدى ډوډى په خاطر له ايمان نه د تيريدلو ډولى لوبه دده
دا دمادى پرمختگ په خاطر د انسانى ارزښتونو پريښودل دی .
دا حيوانى ژوندته د بشريت د انتقال نامراده طرحه ده .
دا داجتماعى مظالمو او خودکشيوهڅونکى طلايى قفس دی .

-
د استاد د ناچاپ کتاب- چوپ چې دموکراسي ده- څخه
د پاڼې مسؤل


April 7th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي